سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر: هېواد يې لېواله دی، چې په افغانستان کې د سمنټو د توليد، ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو د برښنا توليد په برخو کې پانګونه وکړي

کابل، د کب ۲۳مه، باختر

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف له خپل افغان سیال مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي؛ هېواد يې لېواله دی، چې په افغانستان کې د سمنټو د توليد، ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو د برښنا توليد په برخو کې پانګونه وکړي.

په دې کتنه کې د دوو اړخيزو اړيکو ترڅنگ د سوداګري، ټرانزيټ او ټرانسپورټ برخو کې د همکاريو په اړه هراړخيزې خبرې وشوې.

متقي په دغه کتنه کې هيله څرګنده کړه، چې په تاشکند کې د افغان سفارت د سطحې لوړول به د دوو اړخيزو اړيکو د لاپیاوړتیا لامل شي.

هغه همدارنګه غوښتنه وکړه، چې ازبکستان دې افغان سوداګرو او ترانسپورټي پرسونل ته د ویزې د صادرولو لړۍ کې اسانتياوې راولي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا په اړه وويل چې د ژمي په موسم کې د برېښنا کمښت هم عام ولس او صنعت کارانو ته ستونزې جوړې وي نو هيله ده، چې د وارداتي برېښنا د کمښت ستونزه اواره شي.

په ورته وخت کې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته خپل سفر مهم وباله او دا يې په دوو اړخيزو اړيکو کې د نوي څپرکي په توګه ياد کړ.

بختيار سعيدوف د امارت له بريا سره په افغانستان کې راغلی امنيت مهم وباله او د دواړو هېوادونو د ګډې پولې امنيت یې ډاډمن وباله او په دې برخه کې يې د دواړو هېوادونو د اړوندو ارګانونو ترمنځ نژدې همغږي مهمه وبلله.

هغه زیاته کړه، چې هېواد يې تل په نړيوالو فورمونو کې د افغانستان ملاتړ کړی دی او ټينګار يې کړی چې افغانستان بايد د نړيوالې ټولنې برخه وي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د سوداګرو او موټر چلوونکو ته د ويزو د ورکړې موضوع تر کار لاندې ده او د دوه اړخیز سوداګرۍ د ودې لپاره دا مهمه ده.

نوموړي وویل؛ ازبکستان لېواله دی، چې په افغانستان کې د سمنټو د توليد، ډبرو سکرو استخراج او له ډبرو سکرو دبرښنا توليد په برخو کې پانګونه وکړي او په وینا يې په دغو برخوکې پانګونه د افغانستان په خاوره کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ جوړولو سره مرسته کولای شي.

د یادونې وړ ده، چې سعیدوف په دغه کتنه خپل افغان سیال ته ته ازبکستان ته د سفر بلنه ور کړه، چي په مناسب وخت کي به تر سره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته