سیاستخبرونهTOP

د اداري کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

کابل، د وري ۳مه، باختر
د اداري کمېسيون نوبتي غونډه د رياست الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون پرون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د ماليې وزارت سرپرست ملا ناصر اخوند او د ياد وزارت تخنيکي ټيم هم شتون درلود، د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په لارښوونه د اصنافو او کسبګرو د مالياتو او د اړوندو ادارو له لوري د هغه د راټولولو څرنګوالي په اړه هر اړخيز بحث او ارزونه وشوه او په دې اړه یې لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پای کې، د يادې موضوع لا زياتې څېړنې په موخه تخنيکي ټيم ته دنده وسپارل شوه، ترڅو موضوع لا زياته جمع بندي او وارزول شي او وروسته دې د کمېسيون غونډې ته وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته