کابل /دمرغومي ۲۲مه /باختر
د اتیلا ټیم د لرغان ټیم ته په ماتې ورکولو سره د سمنګانو د فوټسال سیالیو اتل شو.
د دغو سیالیو پای لوبه پرون مازیګر د ایبکو ښار په لوبغالو کې ترسره شوه.
د اتیلا ټیم ښه او یرغلیزه لوبه وکړه او وې کولای شول خپل سیال ته د څلور ګولونو په ورکولو سره لوبه وګټی.
د سمنګانو د فوټسال سیالۍ د ۱۶ ټیمونو تر منځ پیل شوې وې.
د سمنګانو ولایت ورزشي آمرحمیدالله فیضي باخترآژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د فوټسال د ودې او د دغې ورزشي څانګې د غورو څېرو د ټاکنې په مقصد پیل شوې وې.
ج-ا
1 د یوې دقیقې څخه لږ