سیاستخبرونهTOP

دیمیتري ژیرنوف: له نړيوالې ټولنې څخه د روسيې غوښتنه داده، چې پر افغانستان یو طرفه بندیزونه له قید او شرط پرته لرې کړي

کابل، د کب ۱۰مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير نن په کابل کې د روسیې فدراتيف جمهوريت له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.
د روسیې سفیر په دغه کتنه کې د کابل او مسکو اړیکې ښې یادې کړې او د دغو اړیکو په پراختیا د ټینګار تر څنګ يې وويل چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ژیرنوف د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ته په اشارې سره زیاته کړه، چې له نړيوالې ټولنې د روسیې حکومت غوښتنه دا ده، چې پر افغانستان یو طرفه او ناسم بندیزونه له قید او شرط پرته لرې کړي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ او په نړیواله کچه د روسیې ستراتېژيکې ونډې ته په کتو یې وویل چې له روسیې سره د اسلامي امارت اړیکې مهمې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت په نړیوالو ناستو کې په ځانګړي ډول د دوحې په وروستۍ ناسته کې د افغانستان په اړه د روسیې د دریځ هرکلی او ملاتړ کوي.
مولوي عبدالکبیر زياته کړه، چې په افغانستان کې د بشپړ امن په راتګ سره په اقتصادي، ترانزیټي او کلتوري برخو کې د کابل او مسکو د همکاریو پراختیا ته زمینه برابره شوې ده.
نوموړي په تېرو شلو کلونو کې فساد او ناامني د لويديځ د اعمالو زېږنده وبلله او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت پر هېواد بشپړ حاکمیت لري او هيچاته اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د ګاونډیو یا نړۍ پر ضد وکاروي او که کوم لوری په دې اړه اندیښنه لري کولای شي په رسمي ډول يې له اسلامي امارت سره شريکه کړي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال په دغه کتنه کې د روسیې له سفیر څخه غوښتنه وکړه، چې چې روسي پانګوال دې په افغانستان کې د پانګونې له مناسبو فرصتونو څخه په استفادې په ټولو برخو کې پانګونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته