خبرونهامنیت

دوه پنځوس طالبان په هلمند کې ووژل شول

۲۲- کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
په هلمند کې ۵۲ وسله وال طالبان د پوځیانو په عملیاتو او بریدونو کې ووژل شول.
دغه عمليات له يوې اوونۍ راپدېخوا د هوايي ځواکونو په ملاتړ د سلګونو پوځيانو په ګډون دوام لري.
د هېواد په جنوب لوېديځ کې د ميوند قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې پوځيانو وکولاى شول طالبان د ناوې ولسوالۍ له زياتو سيمو وشړي او یادې سیمې له دښمن څخه بېرته ونیسي.
هغه وويل چې په دغو عملياتو کې تراوسه ٣٨ وسله وال طالبان ووژل شوي او لسګونه نور يې ټپيان شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
په هلمند کې د پوځيانو په هوايي او ځمکنيو نويو بريدونو کې ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول.
دغو طالبانو تېره شپه غوښتل د نادعلي، نهرسراج او لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې بريدونه وکړي چې له هوا او ځمکې پرې بريدونه وشول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته