کابل / د غويي ٢٣مه / باختر
په کندز کې د نېکمرغه کوچني اختر په لومړۍ ورځ د یو بم په چاودنه کې دوه ملکيان ووژل شول او ٧ نور یې ټپيان شول.
بم د کندز ښار د يوه پلورنځي په وړاندې ځاى پرځاى شوی و او د خلکو د تېرېدو په وخت کې وچاودېد.
د کندز پوليسو وياند انعام الدين رحماني وويل چې په دې چاودنه کې ٢ ملکيان ووژل شول او٧ نور یې ټپيان شول.
تراوسه د دغې چاودنې مسووليت هېچا په نه دى منلى.
د کندز د مرکزي روغتون ډاکټرانو د دغې چاودنې د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې درې ورځنى اوربند ټينګ شوی دى.
ختم-ج –ا