کابل باختر د زمري اوومه :
وسله والو طالبانو په هلمند ولايت کې په يوې اډې په بريد سره لس تنه پوځيان په ډزو سره ووژل .
په دې پيښه کې پنځه تنه نور ټپيان شوي دي خو ددغې اډې دپنځو تنو نورو سرتيرو دبرخليک په باب خبر نه دي ترلاسه شوي .
درارسيدلو خبرونوله مخې ، يرغلګرو پرون ناوخته په ناوې ولسوالۍ کې په دغې اډې بريد وکړ او لس تنه سرتيري يې شهيدان او پنځه تنه نور يې ټپيان کړل . په هلمند ولايت کې يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې دغې اډې شل تنه پوځيان لرل او دپنځو تنو نورو دبرخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
خو دسيمې ځينې اوسيدونکې وايي چې وسله والو طالبانو ددغې اډې له کلابند کولو وروسته پوځيان له ځان سره بوتلل او لس تنه يې په ډزو سره شهيدان کړل .
په همدې حال کې په هلمند کې سيمه ئيز مقامات په دې برخه کې د څيړنو او پلټنو دپيل خبر ې کوي .
1 1 دقیقه لوستل