خبرونهامنیت

پنځلس طالبان په کندز کې ووژل شول

کابل /د مرغومي ٣٠مه /باختر
پنځلس وسله وال طالبان تېره شپه په کندز کې ووژل شول او ١٢ نور طالبان ټپيان شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختراژانس ته وويل يوشمېر وسله والوطالبانو د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو او د باغ شرکت کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستوله څو استقامتونوڅخه بريدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
هغه زياته کړه په دې جګړه کې ١٢ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
ختم –ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته