کابل باختردسلواغې پنځه ويشتمه :
دافغانستان د ووشو ملي ټيم داسيا دلويديځ په سياليو کې دديارلسو مډالونو په ترلاسه کولو سره پرون هيواد ته راستون شو .
باختراژانس دالمپيک دملي کميټې دخپرونو دفتر له خولې خبر راکړ ، دهيواد دووشو ملي ټيم چې دايران په زاهدان کې داسيا دلويديځ په سياليو کې ګډون کړي و په دې بريالي شول چې دازبکستان ، ترکمنستان ، قزاقستان ، سوريې ، عراق ، پاکستان ، يمن او دلبنان دهيوادونو ترمنځ له ټيمي پلوه دريم مقام وګټي .
په دغوسياليو کې په شپيتو کيلوګرامه وزن کې خالد هوټک خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړى مقام وګاټه او ددغوسياليو دسرو زرو مډال يې دهيواد په نامه ثبت کړ .
په دغوسياليو کې نصرت الله حبيبي ، شاه زمان نورزايي ، محمد سليم او عبدالمالک نور زايي وکولاى شول خپلو سيالانو ته ماتې ورکړي او دسپينو زرو مډالونه ترلاسه کړي .
دهيواد دووشو دوو تنو نورو ورزشکارانو محفوظ وفا او فواد غلجاي دژيړو مډالونه وګټل .
دغه راز دتالو په څانګه کې افغان ورزشکارانو امير مرادي ، حسين غفوري او محمد بشيري دسپينو زرو دوه مډالونه او دبرونزو درې مډالونه وګټل .
په همدې ترتيب افغانستان دسرو زرو ديو ه مډال ، دسپينو زرو داوو مډالونو او دژيړو دپنځو مډالونو په ګټلو سره له ايران او ازبکستان وروسته په دغوسياليو کې دلسو برخه والو هيوادونو ترمنځ دريم مقام وګاټه .
په دغوسياليو کې ايراني ورزشکارانو دسرو زرو دديارلسو مډالونو دسپينو زرو دڅلورو مډالونو او دبرونزو ددوو مډالونو په ګټلو سره لومړي مقام او دازبکستان ورزشکارانو دسروزورو د دو مډالونو او دسپينو زرو دلسو مډالونو او دبرونز د دوو مډالونو په ترلاسه کولو سره دويم مقام وګاټه .
0 1 دقیقه لوستل