کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
دننګرهار والي پرون په دغه ولايت کې امنيتي پوستې وکتلې .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې دننګرهار والي ګلاب منگل له يوشمير امنيتي مسوولينو سره دجګړې په لومړى ليکه کې امنيتي پوستې وکتلې .
ده زياته کړه: دننګرهار والي په دې کتنه کې دامنيتي پوستو د کتنې په ترڅ کې دجګړې په لومړى ليکه کې افسرانو او سرتيرو ته دنيکمرغه کوچني اختر له امله مبارکي وويله .
دغه راز دننګرهار والي دشهيدانو له يوشمير کورنيو سره وکتل او دهېواد دشهيدانو روح ته ددعا په ترڅ کې له هغوى سره خواخوږي څرګنده کړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ