کابل باختر د ليندى شلمه
دملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي نن دهغه ځانمرګي بريد دټپيانو داحوالو پوښتنه وکړه چې دقندهار ولايت هوايي ډګر ته په څيرمه بازار کې شوى و .
د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، ددغې پوښتنې په بهير کې په داسې حال کې چې دملي دفاع وزارت يوشمير رييسان او دقندهار ولايت امنيه قوماندان ورسره و دملي دفاع وزارت سرپرست دهغه وروستي ځانمرګي بريد چې ددغه ولايت هوايي ډګر ته په څيرمه ساحه کې شوى و دټپيانو پوښتنه وکړه او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه يې هغوى ته دبيا روغتيا هيله وکړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ