٣٤ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢١ :
دقومي مشر الحاج فاروقي کوچي جنازه په لوګرولايت کې خاوروته وسپارل شوه.
دغه قومي مشر پرون ديوې ناروغي له امله داتياکلني په عمر ددغه ولايت دحصارک په کلي کې په خپل کورکې وفات شو.
دباخترداطلاعاتي اژانس دخبرله مخې ددغه قومي مشر دجنازي دښخولو په مراسمو کې دلوګروالي عتيق الله لودين ، په ولايتي شورا کانو اوپارلمان کې ددغه ولايت استازو ، دسيمه ييزو ادارو او مسوولانو اوخلکو برخه اخيستې وه .
الحاج فاروقي دخپل عمر په اوږدو کې په بيلابيلو وګړنيو اودولتي پستونو کې دنده ترسره کړې ده دى يو وخت دجهاد سيمه ييز قوماندان او يو وخت هم دپکتيا والي و.