نوى ډيلى بي بي سي باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه :
د هند د عالي ديوان قاضيانو په هغه تصميم کې چې د دغه هېواد رسنيو تاريخ جوړونکې بللې دي، حکم وکړ: که چيري کوم سړى له خپلې هغې ميرمنې سره چې قانوني عمر ته نه وې رسيدلي؛ جنسي اړيکې ټينګې کړي؛ په جنسي تيري مرتکب شوي او د مجرم په توګه د قانوني څارنې وړ دي. په دې شرط چې ميرمن د خپل ميړه پرخلاف قانوني مراجعو ته شکايت وکړي.
د هند عالي ديوان د قاضيانو په حکم کې د نجونو لپاره د جنسي اړيکو قانوني عمر ١٨ کاله تثبيت او ټاکل شوى دى.
د هند د عالي ديوان په حکم کې، که چيرې له قانوني عمر څخه مخکې ميرمن له واده څخه وروسته د يو کال په دننه کې د ميړه له خوا په جبري توګه د جنسي اړيکو د ټينکښت له امله شکايت وکړي؛ پوليس د دغه شکايت په څيړنې او قانوني مراجعو ته د هغه په ارجاع ملزم دي.
د هند د عالي ديوان حکم د عدالت غوښتنې له څيړنې وروسته صادره شوه چې په هغې کې غوښتل شوي چې د مجازاتو د قانون يوه برخه په عنف تيرى دى چې په هغه کې د ميرمن له قانوني عمر څخه ښکته د ميړه د جنسي اړيکو ټينګښت که چيرې د ميرمن له رضايت پرته وي؛ په عنف تيرى نه وبلل شو تغير شي او بدلون ومومي .
په دې باب د عالي محکمې حکم په داسې حال کې صادر شوى دى چې همدغه بنسټ له دې سره جوخت د هغې عدالت غوښتنې د څيړنې په حال کې دى چې په دهغه کې غوښتل شوي دي چې په ميرمن د ميړه جنسي تيرى کيفري جرم وبلل شي او د څارنې وړ وي.
پاى ف ذ
0 1 دقیقه لوستل