خبرونهامنیتTOPټولنه

دفاعي او امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې په واورو کې بند لسګونه هېوادوال وژغورلي دي

کابل، د کب ۱۲مه، باختر 

دفاعي او امنیتي ځواکونو د وروستیو ورښتونو له کبله د هېواد په ګوټ ګوټ کې په واورو کې بند پاتې لسګونه هېوادوال ژغورلي دي. 

د ملي دفاع وزارت پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې د ۲۰۵ البدر قول اردو ځواکونو لسګونه کسان د کندهار په دامان ولسوالۍ په سېلابونو کې له ډوبېدو ژغورلي او همدارنګه د (ډبلیو اف پي) موسسې مرستندوی ټیمونه، چې د غور د الفاروق ولسوالۍ په لاره بند پاتې وو هم ژغورل شوي دي. 

سرچینې زیاته کړې، چې د ۲۱۵ العزم قول اردو ځواکونو بیا د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې ۴ کسان له ډوبېدو څخه ژغورلي دي. 

یاد وزارت پر خپله اکس پاڼه همدارنګه زیاته کړې، چې د منصوري قول اردو اړوند امنیتي او دفاعي ځواکونو په وروستي مورد کې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړوند د رامک په غرونو کې یو شمېر بند پاتې کوچیان ژغورلي او مالونه يې د نظامي وسایطو په مرسته خپلو سیمو ته انتقال شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده،  چې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې په هر ډول حالاتو کې د هېودوالو د ځان او مال ساتنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته