روغتیا

دعامې روغتيا وزيره : روغتيايي کارکوونکي سبا په ټول هيواد کې اړو کسانو ته خدمت ته چمتو دى .

– کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
دعامې روغتيا وزيرې دانتخاباتو په ورځ اړوکسانو ته دخدمت لپاره خلکو ته دروغتونونو او دروغتيايي مرکزونو دتياري ډاډ ورکړ .
  دعامې روغتيا وزيري ډاکترې ثريا دليل چې نن يې دباختراژانس  له خبريال سره  خبرې کولې وويل چې دهيواد په مرکز او ولايتونوکې دروغتونونو او دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو دنورو مرکزونوکارکوونکي سبا د جمهوري رياست ددويم پړاو  انتخاباتو دترسره کولو په ورځ اړوکسانو ته  دخدمت لپاره چمتو دي .
  دعامې روزغتيا وزيرې  وويل، ددې تر څنګ چې روغتيايي کارکوونکو ته لارښوونه شوې ده چې سبا په ښه توګه خلکو ته دخدمت لپاره چمتو وي، په نوبت سره دهيواد  په برخليک  ټاکوونکي او تاريخي بهير يعنې دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې هم ګډون وکړي او خپلې راى دنظر وړ کانديد په ګټه وکاروي .
ډاکترې ثريا دليل په داسې حال کې چې ددويم پړاو انتخاباتو په بهير کې دخلکو دامنيت دتامينولو  لپاره دامنيتي ځواکونو تياري وستايه ، څرګنده يې کړه چې دښځو او نارينه و په ګډون زموږ خلک  دې په ډاډ سره دراى ورکولو مرکزونو ته لاړ شي . او خپله رايه وکاروي .
دې خلکو ته ډاډ ورکړ چې دروغتونونو ، دروغتيايي اوطبي خدمتونو دوړاندې کولو دمرکزونو تر څنګ د امبولانس  خدمتونه به هم داړوکسانو په واک کې ورکړى شي .
په همدې حال کې دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي قوانينو د تطبيق دڅيړنې رييس ډاکتر سيد ابراهيم کامل دټولو روغتونونو له چارواکو اوکارکوونکو څخه وغوښتل چې له برابر شوې لست سره سم دې څليرويشت ساعته نوکريوالي  په جدي توګه رعايت کړي .
ډاکتر کامل دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو په هيواد کې يوه تاريخي اوبرخليک ټاکوونکي پيښه وبلله او دروغتيايي اوطبي خدمتونو دوړاندې کولو، دخصوصي مرکزونو  له کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې په انتخاباتو کې دګډون تر څنګ دې خلکو ته دخدمت لپاره خپل پور  هم هير نه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته