امنیت

دطالبانو دوسله والى ډلې دشپږ تنو قوماندانانو په ګډون ١٦تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

دنورستان ولايت دکامديش ولسوالۍ په تصفيوي عملياتوکې دوسله والو طالبانو دشپږو تنو مشهورو قوماندانانو په ګډون ١٦ تنه ووژل شول .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې، په هغو تصفيوي عملياتوکې چې له څو مودې راپديخوا دسرحدي پوليسو له خوا د ملي اردو او دائتلاف دپوځونو په مرسته دنورستان ولايت په مربوطاتو کې پيل شوي دي دکامديش ولسوالۍ د عمومي قوماندان او دطالبانو دوسله والى ډلې دکامديش ولسوالۍ دتش په نامه ولسوال او امنيه قوماندان په ګډون دشپږو تنو مشهورو قوماندانانو په ګډون ١٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .

ديادونې وړ ده چې په دغو عملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل او ماينونه هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته