امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په ارزګان ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
نهه تنه وسله وال طالبان د باور په نامه د محاربوي عملياتو په بهيرکې ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
په ارزګان ولايت کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات تېره شپه د ملي اردو د ځواکونو له خوا د ارزګان ولايت د چورې ولسوالۍ د عباس علي او نوکلي په کليوکې ترسره شول چې له امله يې ٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ تنه نوريې ټپيان شول.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه عمليات د ارزګان ولايت د ځينو نا امنو ساحو د پاکولو د ملي اردو د ځواکونو له خوا پيل شوي دي او په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه د سيمو تر پاکولو پورې دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته