اقتصاد

دسرو زرو په بيه کې پنځه ډالره کمښت راغلى دى .

کابل باختر دتلي ديرشمه :
په نړيوالو بازارونو کې ديو انس  سره زرو په بيه کې دتيرې ورځې په پرتله  پنځه ډالره  کمښت ليدل کيږي.
پرون  په نړيوالو بازارونوکې يو انس سرو زرو  په ١٣١٨ ډالره  وړاندې کيده .
خو نن په ١٣١٣ ډالره  وړاندې کيږي .
  دپښتنې بانک  دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي  قاهر خان  د دغه خبر په تاييدولو سره  باخترآژانس ته وويل  :  اوس  يو ګرام مصري سره زره په ٢٦٠٠ افغانيو ،  کويټې ٢٥٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٥٠٠ افغانيو ،بحريني په ٢٢٠٠
افغانيو ، عربي ٢١٥٠ افغانيو ، ايراني په ١٨٠٠ او يوګرام روسي سره زر په  ١٧٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته