– کابل باختر دلړم دمياشتې ٤ :
په نړيوالو بازارونو کې ديو انس سرو زرو په بيه کې دتيرې اوونۍ دچهارشنبې
د ورځې په پرتله اووه ويشت ډالره زياتوالى ليدل کيږي .
دتيرې اوونۍ دچهارشنپې په ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سرو زرو په ١٢٤٣ ډالره وړاندې کيده خو نن په ١٢٧٠ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنې بانک دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام يو ويشت عياره مصري سره زره په ٢٥٥٠ افغانيو ، يوويشت عياره کويټې سره په ٢٥٠٠ افغانيو ، يوويشت عياره سنګاپوري سره زر په ٢٤٥٠ افغانيو ، نوولس عياره بحريني سره زر په ٢١٥٠ افغانيو ، نولس عياره عربي سره زر په ٢١٠٠ افغانيو ، اوولس عياره ايراني سره زر په ١٧٥٠ او څوارلس عياره يوګرام روسي سره زر په ١٦٥٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي .
0 1 دقیقه لوستل