
کابلباختر د مرغومي٢٤ مـــــه
دشمال او شمال ختيځو ولايتونو د واليبال سيالى به په نږدي راتلونکې کې په مزار شريف ښار کې ترسره شي .
دالمپيک د ملي کميټې د واليبال فدر ا سيون رييس محمديو نس پوپلزي دباختر خبري اژانس ته وويل دغه سيالۍ د زونونو سراسري سياليو ته د لاري مو ندلو په مقصد د غوره ټيمونو د انتخابولو په خاطر د بلخ ، جوز جان ، سمنګا نو ، تخار ، سرپل ، کندز ، بغلان او فاريا ب د ولايتو نو د اتو ټيمو نو ترمنځ ترسره کيږي
ده وويل په پاى کې به درې غوره ټيمونه دزونونو په هغو سراسري سيا ليو کې لاره و مومي چې په کابل ښار کې تر سره کيږي
يوه اړونده خبر ځاى وويل اوس دغه سيالۍ په هرات زون او په ختيځ کې پيل شوي دي .