خبرونهاقتصاد

درې پرمختیایي پروژې په دایکنډي کې پرانیستل شوې

۱۴- کابل / د مرغومي ۱۷ مه / باختر
په دایکنډي کې د درېیو پرمختیایي پروژو کار بشپړ شو او نن پرانیستل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو پروژو کې د غونډو د دوو سالونونو جوړول او پر شپږ کیلومتره سړک کرېړ اچول شامل دي چې د ۹۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ملګرو ملتو سازمان په مرسته د دایکنډي په مرکز کې تطبیقې شوې.
دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ مخکې هم په دایکنډي کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت شپږ ټولګټې پروژې پرانیستل شوې وې.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته