دبادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې دافغان او ايساف دځواکونو په ګډو عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دبادغيس ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمدجبار صالح دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه عمليات تيره شپه ددغې ولسوالۍ په پنيرک سيمه کې د ملي اوسيمه ئيزو پوليسو او دايساف دځواکونو له خوا ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ده زياته کړه په دغو عملياتوکې دهغوى درې موټرسايکلونه هم دافغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي .