کابل، د کب ۲۸ مه، باختر
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په مرکز کې د ۲ دیني مدرسو د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.
د دایکنډي د پوهنې رییس قاري عنایت الله سهار د یادو مدرسو د پرانیستلو په مراسمو کې خلک دیني علومو زده کړې ته و هڅول او د ښوونیزو مرکزونو پر پراختیا يې ټینګار وکړ.
له بلې خوا یو دیني عالم محمد نادرآیت د خلکو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل چې د دیني مدرسو د جوړېدو ملاتړ کوي او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د یادونې وړده، چې دغه دیني مدرسې نږدې ۳۰۰ زده کوونکي لري.