
دقزوين په ازاد اسلامي پوهنتون کې دجوړې شوى بي پيلوټه الوتکى الوتنه په برياليتوب سره ترسره شوه .
دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې ددغې الوتکى دوزر اوږدوالي يې يو متر و اتيا سانتي متره و دبدني اوږدوالي يي يو مترواته څلويښت سانتي متره دي او يو کيلو څلور سوه يوولس ګرامه وزن لري .
ددغې الوتکى بدنه دفايبر کاربن ، موم اودلرګيو له ترکيب څخه جوړه شوي ده .
دغه الوتکه دامريکا په نړيوالو سياليو کي دګډون په خاطر چې د ٢٠١٢ کال دجون په مياشت کې دکنتاکي ايالت دلويس ويل په پوهنتون کې جوړيږي چمتو ده .
دغه الوتکه د شپي له خوا هم دالوتني وړتيا لري .
دقزوين په ازاد پوهنتون کې جوړه شوي الوتکه کولاي شي دعکس او فلم دبرابرولو تر څنګ دهوايې ان لاين نخچه هم برابره کړي دغه الوتکه د وزن دکمښت له پلوه کولاي شي دنړيوالې سيالۍ په دريو سپکو الوتکو کې شامله شي او دامريکا روسيې او سويس ټيمونه په نړيوالو سياليو کې دايران له سيالانو څخه دي .