کابل /دوږي ٣٠مه / باختر
په پروان کې داستاد برهان الدين رباني دشهادت داتم تلين نن درناوي وشو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په چاريکارو ښار کې جوړه شوې وه دپروان سيمه ييزو مسوولينو ، دپروان دعالمانو شورا غړو ، مخورو او جهادي قوماندانانو پکې ګډون کړي و .
دپروان والي فضل الدين عيار، استاد برهان الدين رباني يو حليم ، پوه شخصيت وباله او ويې ويل چې استاد په هېواد کې دسولې اوثبات دټينګښت په خاطر زياتې هلې ځلې وکړې .
په دې غونډه کې يوشمېر نورو ويناوالو هم داستاد برهان الدين رباني دشخصيت او په هېواد کې په څو وروستيو لسيزو کې دده دکارنامو په باب خبرې وکړې .
ختم_ شکريه _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ