قندهار باختر د چنګاښ د میاشتې ۳ مه
په نږدې راتلونکې کې به د قندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کی د څښاک د پاکو اوبو رسولو ستونزه حل شي.
د باختر اژانس د سیمه يېز خبریال د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د اوبو رسولو او کانالیزاسیون د عمومي ادارې ګډ پلاوي قندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي زلمي ویسا سره په کتنه کې وکړې.
پلاوي وویل چې دغه ولایت یې د سفر هدف په سپین بولدک ولسوالۍ کی د پاکو اوبو د کمښت د ستونزې د حل په موخه سروې کول دي.
دوی وویل چې په دې دوه اوونیزه سروې کې به د سپین بولدک ولسوالۍ د یوسل پنځوس زره کورنیو د پاکو اوبو د کمښت ستونزه حل شي.
په همدې حال کې د قندهار والي ورغلي پلاوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې ترې وکړه چې د سروې چارې په دقیق ډول ترسره کړي.
د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي ستونزه هغه ستره ستونزه ده چې نه یوازې د سپین بولدک ولسوالۍ اوسیدونکي ورسره مخامخ دي؛ بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورسره خلک لاس او ګریوان دي.
پای/وصال
3 1 دقیقه لوستل