خبرونهفرهنګTOPټولنه

خیرخواه: شاعران دې داسې شعرونه ولیکي چې راتلونکو نسلونو ته د هېواد د تېرو اتلولیو پیغامونه په کې نغښتي وي

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په مملې تاریخي بڼ کې د نرګس ګل شانداره مشاعره ترسره شوه، چې په کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه سربېره د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد، د یو شمېر وزارتونو او ولایتونو استازیو، د ۲۰۱ خالد بن ولید رضی الله عنه قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي، د امنیې قوماندانۍ امنیتي مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز، ملکي او نظامي مسوولینو، ولسوالانو، د پوهنتون استادانو، لیکوالو او د شعر او ادب مینه والو ترڅنګ په سلګونه ځوانانو او ځايي اوسېدونکو برخه لرله.
د باختر اژانس خبر له مخې; په دې مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه ټولو شاعرانو او د قلم خاوندانو ته سپارښتنه وکړه، چې د اسلام مبارک دين ارزښتونو او افغاني اصیل فرهنګ سره سم داسې اشعار او لیکنې وکړي، چې راتلونکو نسلونو ته د هېواد د تېرو اتلولیو پیغامونه پکې نغښتې وي.
ورته مهال د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئیس قاري احسان الله ساجد او د هغه له کاري ټیم څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د یو هېواد ودانول څلور مهم اساسي برخو ته اړتیا لري، هغه استقلال، امنیت، عدالت او اقتصادي پیاوړتیا ده، چې له نېکه مرغه اوسني نظام کې دغه ټولې برخې شتون لري.
قاري راشد په ټولو ځوانانو، لیکوالو او شاعرانو غږ وکړ، چې الحمدلله په نظامي ډګر مو ټولې کفري نړۍ ته ماتې ورکړې، خو اوس د فکري او قلمي مبارزې وخت دی، باید په دې مبارزه کې هم کوټلي ګامونه پورته کړو، څو نړۍ ته ثابته شي، چې افغانان په قلم کې هم له چا نه کم نه دي.
په مشاعره کې د ننګرهار ولایت مقام په استازولۍ د ولایت بشري سرچینو رئیس مولوي محمد طاهر جلالي د مشاعرې راغلیو ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مشرتابه مننه وکړه، چې تل یې په ننګرهار کې د ادبي پروګرامونو بهیر تود ساتلی.
د خبرو ترڅنګ د نرګس مشاعره پیل شوه، چې پکې د ننګرهار د بېلابېلو سیمو د شاعرانو ترڅنګ د هېواد ملي او حماسي شاعر مطیع الله تراب او څو تنو نورو نوموتو شاعرانو خپل لیکل شوي شعرونه او یو شمېر ترانه ویوونکو خپلې ترانې ګډوالو ته واورولې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته