کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د خوست امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو په تور د ۲۲ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ یوه مسوول باختر آژانس ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز متون سربېره موسی خېلو، باک، تڼیو، صبریو، ګربزو او اسماعیل خېلو ولسوالیو کې د جنایي جرمونو په تور ۲۲ کسان د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې نیول شوي دې.
سرچینې زیاته کړه چې د نیول شویو کسانو دوسیې به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.