کابل، د کب ۱۱مه، باختر
د خوست ولايت ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د داڼیو خرلوټي کلي کې د باران زیات اورښت له امله نن ماسپښین يوه بجه د يو کور چت راپرېوتی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ دوه مېرمنې په شهادت رسېدلې او ۳ کسان ټپيان شوي چې ټپيان د درملنې په موخه د خوست مرکز ته لېږدول شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د اورښتونو له امله لویې لارې بندې شوې، زرګونه څاروي تلف شوي او دغه راز په یو شمېر ولایتونو کې کورونه هم نړېدلي دي.
23 د یوې دقیقې څخه لږ