خبرونهاقتصادټولنه

خوست کې د غونډ میلې چیکډېم د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۱۰ مه، باختر

د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند د غونډ میلې چیکډيم د رغولو چارې د ۲،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوشمېر دولتي چارواکو په شتون کې پیل شوې.

د خوست د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالقیوم ثابت د دغې پروژې د پیل په مراسمو کې د قراردادي شرکت مسوولین هڅولي، ترڅو د پروژې ساختماني چارو ته زیاته پاملرنه وکړي او همدارنګه د سیمې خلکو ته یې د دغې اغېزمنې پروژې د مبارکي ترڅنګ، ژمنه یې وکړه چې په خپل ټول توان د ولسونو په خدمت کې دي.

د یاد ریاست تخنیکي سلاکار انجنیر مجاهد الله د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده، چې دغه چیکډېم ۳۰ متره اوږدوالی، ۶ متره لوړوالی او ۶۶ سانتي متره سورلري، چې چارې یې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۲،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د فرزاد یوسف ساختماني شرکت له لوري پیل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد چکډیم په جوړېدوسره به په زیاته کچه کرنیزې ځمکې د سېلابونو له زیانونو خوندي شي او همدا شان د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته