سیاستخبرونهامنیتTOP

خلیفه سراج الدین حقاني: اسلامي امارت ته د افغانستان د ثبات په څېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او له ګاونډیانو سره د رښتيني چلند په موخه یې لازم ګامونه اوچت کړي دي

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبیایوا سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت ته د افغانستان د ثبات په څېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او له ګاونډیانو سره د رښتيني چلند په موخه یې لازم ګامونه اوچت کړي دي. 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په دغه کتنه کې د خوندي امنيت او نشه يي توکو سره مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې په دې تړاو يې د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره کتلي او ټول په دې باور دي، چې له نشه يی توکو سره د مبارزې، په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنې په موخه دې په حرفوي زده کړو سربېره کروندګرو ته د بدیل معیشت په برخه کې لازمې آسانتياوې رامنځته شي. 

اوتونبایوا زیاته کړه، چې له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدو ياد کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغې د راستنېدونکو کډوالو د مديريت په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو هرکلی وکړ او زياته يې کړه، چې نړيواله ټولنه دغه بهير څاري.

 د نوموړې په وينا حاکم نظام تواندلی، چې له رامنځته کېدونکو پېښو سره بريالۍ مبارزه او د هغو ښه مديريت وکړي او په دغه بهیر کې له نړیوالې ټولنې سره هم ښه تعامل ثابت کړي.

په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني په دغه کتنه کې وویل چې افغان حکومت بېرته راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېلو برخو کې لازمې آسانتياوې رامنځته کړې او د چارو منظم ترسراوي په موخه يې د بېلابېلو ادارو له کار کوونکو څخه جوړو، مختلفو کميټو ته دنده سپارلې، چې تر دې دمه يې د خدای تعالی په نصرت د يادو کډوالو لاسنيوي او خپلو مېنو ته د لېږد په برخه کې د پام وړ مرسته ترسره کړې او لاهم په بريالۍ توګه دوام لري.

حقاني ټينګار وکړ، چې پخوانۍ ستونزې او نميګړتياوې بايد په اسلامي امارت پورې و نه تړل شي او دغه راز د ګاونډيو هېوادونو کورني مسايل بايد بهر کې مېشتو افغان کډوالو ته د ستونزو رامنځته کېدو لامل نه شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست زياته کړه، چې نړیوال اړخونه هم باید د وسله والو جنایتکارانو د کنټرول په موخه د اسلامي امارت له هڅو ملاتړ وکړي.

هېره دې نه وي، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د نړيوالې ټولنې د سرمنشي له ځانګړې استازې څخه په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې، راستنېدونکو افغان کډوالو سره د همکارۍ او په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنې په موخه د نړيوالې ټولنې له همکارۍ څخه مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته