کابل باختر د غبرګولي دريمه :
دکار ، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ووزارت خبرتيا
دکار ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت دمشرتابه هيئت له پريکړې سره سم دروژې په مبارکه مياشت کې د کارکوونکو دکار دپيل او پاى رژيم په اوونۍ کې دپنځو اوشپږو ورځوکار له مخې په دې ډول ټاکل شوى دى.
په اوونۍ کې دپنځو ورځو کار له مخې ، په کابل ښار کې دکار رژيم :دکارپيل دسهار په اتو بجو او دکار پاى دماسپښين دلمانځه داداکولو په خاطر دنيم ساعت ځنډ په لرلو سره ، له غرمې وروسته په دوو بجو .
په اوونۍ کې دشپږو ورځو کار له مخې ، په ولايتونو ، بانکونو ، ګمرکاتو او دکابل ولايت په ولسواليو کې دکار رژيم : دکار پيل دسهار په اتو بجو او دکار پاى دپنجشنبې د ورځو په ګډون له غرمې وروسته په يوه بجه .
په توليدي ، خدماتي ، په تل فعالو برخو ( له ځنډ پرته کارونو ) موسسو ، نشراتي اوروغتيايي موسسو ، پوهنې ، لوړو زده کړو ، دملي دفاع او دکورنيو چارو په وزارتونو او دملي امنيت په لوى رياست کې دکار وختونه داړوندو کاري مقرراتو ، لايحو او خصوصياتو په پام کې نيولو سره دخپل کار رژيم تنظيم او عيار کړي . دغه راز دمذهبي ورځو تثبيتولو دمياشتې په ليدلو پورې اړه لري . کله چې داړوندو مراجعو له خوا دروژې دمبارکې مياشتې لومړى ورځ اعلام شوه دکار دقانون د ٤١ مادې له حکم سره سم دروژې دمبارکې مياشتې لومړى ورځ په هېواد کې عمومي رخصتي ده .
1 1 دقیقه لوستل