ټولنه

په قندهارکې به څه دپاسه سل کورنى دڅښاک له اوبو څخه برخمن شي

کابل باخترد کب شپږمه :
په قندهار ولايت کې پرون دڅښاک داوبو ديوې شبکې  دجوړولو کار ددوه مليونو سل زره افغانيو په لګښت  پيل شوه .
باختراژانس دولسي تړون دملي پروګرام دعامه اطلاعاتو دادارې دمعلوماتو له مخې،  دڅښاک  داوبو  دغه شبکه دکليو دبياجوړلو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام له خوا دقندهار  ولايت دسپين بولدک  ولسوالۍ په حاجي شاهين کلي کې  جوړېږي .
داړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې،  ددغې شبکې دجوړولو کار به په درې مياشتو کې بشپړ شي او ددغې پروژې  په  بشپړولو سره به  ١٣٤ کورنى دڅښاک له اوبو څخه برخمن شي .
  ختم_ شکريه_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته