خبرونهاقتصادټولنه

جوزجان کې د مېرمنو د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

کابل، د کب ۱۶مه، باختر
د جوزجان د اقتصاد ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ماشومانو د ساتنې انستیتیوت له لوري د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د مېرمنو د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو.
د دغه ولایت د اقتصاد ریاست د انجوګانو عمومي مدیر انجنیر تیمور بیک تلاش باختر آژانس ته وویل چې ۱۰۰ مېرمنو په ۵۰ غرفو کې د ماشومانو د ساتنې انستیتیوت له لوري د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف جوړ شوي نندارتون کې خپل کرنیز محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي دي.
يو شمېر مېرمنې چې نن يې خپل لاسي صنايع او کرنيز محصولات نندارې ته ايښي وايي چې غواړي خپلو کرنیزو محصولاتو او لاسي صنايعو لپاره يو بازار پيدا کړي.
سنګي ماه ستیر چې په دې نندارتون کې یې برخه اخیستې وايي که د دې ولایت ښځو ته د دوی د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو لپاره ځانګړی بازار پیدا شي، د دوی د اقتصادي وړتیا ترڅنګ به د کورنیو تولیداتو بازار هم پیاوړی شي.
د هغه په وينا، که دولت او همکار بنسټونه د دغو لاسي کورنيو توليداتو ملاتړ وکړي، چې د هېواد د اصلي فرهنګ يوه برخه ګڼل کېږي، د سيمې په کچه به انعکاس ومومي.
د جوزجان د اقتصاد ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰۰ ښځې په کرنه او لاسي صنایعو بوختې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته