امنیت

دوه ويشت تنه بنديان خوشې شول

کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
دوه ويشت تنه بنديان نن دبغلان ولايت له جيل څخه خوشې شول.
دغه  بنديان  دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دفرمان له مخې له جيل څخه خوشې شول .
د پلخمري دمرکزي جيل لوى مدير سمونوال غلام يحيى باخترآژانس ته وويل چې دغه بنديان دموظف هئيت له خوا ددوى دنسبتي دوسيو له څيړنې وروسته خوشې شول او ديوسلو اوياتنو نورو بنديانو  د حبس په پاتې موده کې تخفيف راغلى دى.
دبغلان ولايت په جيل کې د شلو تنو ښځو په ګډون شپږ سوه اووه اويا تنه بنديان  شپې سبا کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته