خبرونهاقتصاد

جواز نه لرونکو صرافانو سره قانوني چلند کېږي

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر

د افغانستان بانک وايي چې له ټولو هغو اشخاصو سره قانوني چلند کېږي چې له جواز پرته په غیر قانوني ډول د صرافۍ او پولي خدمتونو کړنې ترسره کوي.

د افغانستان بانک ویلي: ټولو هغو اشخاصو ته چې د افغانستان بانک له جواز پرته په غیر قانوني توګه د صرافۍ او پولي خدمتونو کړنې ترسره کوي، خبر ورکول کېږي چې ژر تر ژره دې د یادو کړنو د جواز اخیستلو په موخه د افغانستان بانک ته مراجعه وکړي او د غیر قانوني کړنو له ترسره کولو څخه دې ډ ډه وکړي.

د بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

د افغانستان بانک له هېوادوالو هم غوښتي چې د خپلو پولي معاملو د خوندیتوب لپاره د پیسو تبادله او حواله د بې جوازه صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو له لارې ترسره نه کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته