امنیت

دپوليسو يو رنجر په ماين وخوت.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
دپوليسو يو رنجر موټر پرون په جرم ولسوالۍ کې دګزمې په وخت کې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري دباختر آژانس خبريال ته وويل دپوليسو رنجر موټر چې په جرم ولسوالۍ کې په ګزمې بوخت و د طالبانو له خوا په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله څلور تنه پوليسان ټپيان او يو تن شهيد شو.
تراوسه پورې ددغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او دپوليسو څيړنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته