خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

جنګ دې ورک شي؛ سیمه کې باید د خلکو ژوند ته ځانګړی پام وشي

تبصره

ایران تېره شپه پر اسرایلو د کروز، بالېستیک او ډرون توغندیو بریدونه وکړل او لامل یې د روانې اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه د صهیونستي رژیم برید بلل شوی، چې د سوریې په مرکز دمشق کې یې د ایران کونسلګري په نښه او د سپاه پاسداران څو مهم غړي یې په کې ووژل.

دا چې ایران دغه برید له خپلو ارزښتونو څخه د دفاع په لاره کې کړی او دا د هر هېواد حق دی، چې له خپلو ارزښتونو څخه دفاع وکړي، لکه څنګه چې د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو د امریکا او ملګرو پر وړاندې یې مبارزه وکړه.

زه هیله لرم، چې یوه ورځ په مسلمانانو او ټولو اسلامي هېوادونو کې دومره قوت او زور پیدا شي، چې له بیت المقدس او د اسرایلو او فلسطین ترمنځ په روانه جګړه کې د شویو ۳۴ زره شهیدانو پوښتنه هم همداسې وکړي، لکه څنګه چې یې د خپلو ارزښتونو کوي.

دغه برید ګڼ غبرګونونه راپارولي، ځینو هېوادونو، سازمانونو او اشخاصو او افرادو یې ستاینه کړې او ځینو یې هم غندنه کړې ده.

د ایران دغه برید ایرانیانو په جشن نیولو سره غبرګون ښودلی او د خپل پوځ او سپاه پاسداران ستاینه یې کړې ده.

بل لورته د اسرایلو ملاتړو هېوادونو او ځینو سازمانونو بیا دغه برید ته منفي غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې ګواکې د ایران دغه برید د اسرایلو په ځمکني حریم برید دی.

خو دغه ډول حالاتو کې باید د عامو مسلمانانو او انسانانو ژوند ته پام وشي، چې خدای مه کړه د زمامدارانو د شخصي ګټو د ترلاسه کولو په درشل کې عوامو ته زیان وه نه رسیږي.

ځکه موږ او تاسو داسې ډېرې جګړې ولیدلې، چې ګټه یې نورو ته رسېدله او زیان یې عامو مسلمانانو او انسانانو ته رسېده.

نو اسلامي هېوادونو ته په کار ده، چې دغه ډول حالاتو کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي تر څو د عوامو ژوند خوندي پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته