سیاستخبرونه

جمهوررییس غني د هېواد له يوشمېر والیانو سره ټليفوني خبرې وکړې

۲- کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهورریيس محمد اشرف غني د هېواد له والیانو سره د ټلیفوني خبرو په لړ کې، په جلا ټليفوني اړيکو کې د سرپل، بدخشان، بغلان، میدان وردګو او زابل له واليانو سره خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغو ټليفوني تماسونو کې يادو واليانو د خپلو اړوندو ولايتونو د امنيتي، سياسي، ټولنيز او اقتصادي وضعيت په اړه جمهوررییس ته راپور ورکړ.
د هېواد جمهورریيس یادو واليانو ته د چارو د ښه والي، خدمت کولو، د خلکو ستونزو ته د رسېدګۍ او په سیمه ییزو اداو کې د لازیات فعالیت په موخه، لازمې لارښوونې وکړې.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته