خبرونهامنیتTOP

جمهوررييس په بلخ کې له مېشتو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره وکتل

کابل/ د چنګاښ ۲۲مه/ باختر

جمهوررئیس محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د سفر پر مهال، نن مازدیګر په دې ولایت کې مېشتو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په مزارشریف ښار کې ترسره شوه، دوی د امنیتي وضعیت د تشریح او د دښمن د تحرکاتو د دفعې او شنډولو په موخه د هڅو ترڅنګ، د چارو د ښه والي په موخه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررییس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوايي ځواک، کومانډو، ځانګړو او صفر لرونکو قطعاتو د شپې او ورځې هڅو مننه وکړه وې ویل، د وسله وال پوځ منسوبینو له ځانه مېړانه او زړورتیا وښوده چې افغان ولس ورته د وطن د صدیقو بچیانو په توګه درناوی کوي.

جمهوررئیس دېته په اشارې چې د امنیتي او دفاعي سکتور د وسط کال په بودجه کې پام وړ زیاتوالی راځي وویل، د هوايي ځواک ځانګړو قطعاتو د دښمن پر ضد شپه او ورځ عملیات پیل کړي چې په دې وروستیو کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو او د دوی د ټپیانو درملنې ته جدي پاملرنه کېږي.

د يو بل خبر له مخې جمهوررييس څو شېبې مخکې له مزارشريف څخه کابل ته راستون شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته