خبرونهفرهنګTOP

جمهوررييس د مينياتورو نجونو له ټيم سره وکتل

کابل/ د غبرګولي ۴مه/ باختر
د مینیاتور نجونو ټیم سره د جمهوررئیس لیدنه جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د مینیاتورو نجونو ټیم سره چې د هیواد په تاریخي ځایونو کې د مینیاتورۍ چارې مخته وړي وکتل او دوی یې وهڅولې. د دغې کتنې په پیل کې یاد ټیم د جمهوري ریاست د حرمسرای او کوټې باغچې تاریخي ماڼیو د مینیاتورۍ د بیارغاونې او خپلو نویو کارونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال د جمهوررئیس د لازیات ملاتړ غوښتونکی شو. دوی وویل یاد ټیم له دوو کالو راهیسي په ارګ کې د مینیاتورۍ فعالیتونه مخته وړي او اوس د جلال اباد شاهي ماڼۍ د مینیاتورۍ چارې دوام لري، همداراز په پام کې ده چې د پغمان په تاریخي ماڼیو کې هم خپل کارونه پیل کړي. جمهوررئیس په ارګ کې د ماڼیو د مینیاتورۍ د دوباره احیا په موخه د دوی فعالیتونه وستایل وې ویل، تاسې د ماڼیو د مینیاتورۍ په برخه کې ښه فعالیتونه ترسره کړي چې د تاریخي اثارو په توګه به تلپاتي خوندي شي. جمهوررئیس زیاته کړه، اړونده اداره به له هیواده بهر د لازیاتو مهارتونو ترلاسه کولو په موخه د مینیاتورو نجونو ټیم ته د سفر برابرولو په اړه اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته