خبرونهامنیتټولنه

تېرې ادارې څه باندې ۱۲۰۰ منسوبینو ته د ۱۴۰۰ هـ ش کال د اسد میاشتې معاشات ورکړل شول

کابل، د وري ۷مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم پر بنسټ د تېرې ادارې د ساتنې او ځانګړو عملياتو تنفيذي قطعې ۱۲۱۶ تنو پخوانيو افسرانو، ساتنمنانو او ساتونکو ته د ۱۴۰۰ هـ ش کال د اسد میاشتې معاشات تادیه شول.

د یادو پخوانیو منسوبینو معاشات د جمهوریت دورې د معاشاتو د توزیع د نورم مطابق له ټولو مالي امتيازاتو سره حواله شول، چې په دې منسوبينو کې ۱۲۸ تنه افسران، ۲۱۵ تنه ساتنمنان او ۸۷۳ تنه ساتونکي شامل دي.

همدارنګه یادو ځینو کسانو ته چې بانکي حسابونه يې تړل شوي وو د تنفیذي قطعې د قومندانۍ لخوا په اړوند بانک د حساب د تاييد او خلاصولو په موخه رسمي استعلامونه هم ورکړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته