خبرونهټولنه

تخار کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت مسجد جوړ شو

کابل، د لېندۍ ۱۷ مه، باختر

د تخار ولایت د ملي راډیو ټلویزیون په حواله باختر اژانس ته رارسېدلي معلومات ښيي، چې د دغه ولایت د پخواني والي مولوي نورالدین عمیر په نوښت د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې یو باب مسجد جوړ او د عبادت کوونکو پر مخ خلاص شو.

د معلوماتو له مخې دغه مسجد پر ۴۰۰ متره مربع ځمکې جوړ شوی او پر یو وخت د زر تنو عبادت کوونکو د ځایولو وړتیا لري.

د دغه یو پوړیز مسجد ټول لګښت ۶ میلیونه افغانۍ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدرامیر المومنین حفظه الله په لارښوونه د هېواد په بېلابېلو سیمو او د لویو لارو په اوږدو کې سلګونه بابه مسجدونه جوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته