کابل باخترد ليندى څليرويشتمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره دنوې جګړې په بهير کې ووژل شول .
دغه جګړه نن سهار دترينکوټ ښار ته څيرمه دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دوسله والو طالبانو دبريد په بهير کې رامنځته شوه .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دى وايي چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته دسردزيان داوښتو ترڅنګ له ټولو جنګي وسايلو سره يې دوسله والو طالبانو څوسنګرونه هم دړې وړې شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ