
دفراه ولايت دبزګرانو دکوپراتيفونو داتحاديې تجارتي مارکيت او رستورانت پرانستل شول او داستفادې وړوګرځيدل .
دفراه ولايت دکوپراتيفونو داتحاديې رييس لعل محمد بهار د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: دغه تجارتي مارکيت او رستورانت دفراه ولايت دکوپراتيفونو اتحاديې له پرمختيايي بودجې څخه دڅه دپاسه دري څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت د څلور جريبه دولتي ځمکې په ساحه کې جوړ شوي دي .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې، ددغه مارکيت په ودانۍ کې دري اتيا دوکانونه هم جوړ شوي دي .
خبرځاى زياته کړه ،ددغه مارکيت دوکانونه دبزګرانو د کوپراتيفونو په غړو ويشل شوي دي
ديادونې وړ ده چې دفراه ولايت دبزګرانو اتحاديه يو سلو پنځه ديرش کوپراتيفونه لري چې له دې جملې څڅه ٣٨ يې د ښځو له خوا پرمخ بيول کيږي .