خبرونهامنیت

بلخ کې ۳۰۰ سپکې او درنې وسلې نیول شوې دي

کابل، د کب ۲۶مه، باختر
د بلخ د امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یوه کال په بهیر کې ۳۰۰ سپکې او درنې وسلې نیول شوې دي.
د یاد ولایت د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ناصر آرمل په يوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دغه ولایت کې د تېر يو کال په جریان کې ۳۰۰ سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې چې په کې، کلانشيکوفونه، کمري تومانچې، پيکا، راکټ او نورې بېلابېلې وسلې شاملې دي.
آرمل زیاته کړې چې د دغه وسلو په تړاو ۳۵ کسان نیول شوي او دوسیې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په بریا سره په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تامین شوی او چاته د غیر قانوني وسلو ګرځولو اجازه نه ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته