خبرونهاقتصادټولنه

بلخ کې د څه باندې ۷ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه مارکیټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل، د لېندۍ ۲۹ مه، باختر

د بلخ ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۷ میلیونه ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه مارکېټ د بنسټ ډبرې د ایښودلو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د چهاربولک ولسوال مولوي عبدالله منصور باختر آژانس ته وویل چې د دغه ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۷۰ هټیو د بنسټ ډبره ایښودل شوې، چې په ۳ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

د بلخ مرستیال والي حاجي مولوي نورالهادي ابوادریس د یاد مارکېټ د پرانیستې پرمهال وویل چې په دې سره به د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته