کابل، د وري ۵ مه، باختر
د بلخ د بدنې روزنې او ورزش ریاست مسوولینو په دغه ولایت د رمضان جام په نوم د کرکټ ۱۰ اوریزو سیالیو د پیل خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش رییس مولوي نورعلم بدر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ لس اوریزې سیالۍ پيل شوي، چې لس ورځې به دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې د روژې مبارکې میاشت په را رسېدو سره د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرکټ، فوټبال او والیبال په نوم شپنۍ سیالۍ پيل شوې دي.