خبرونهامنیت

بلخ کې د جنایی جرمونو په تور ۲۰ تنه نیول شوي دي

کابل، د لېندۍ ۱۷مه، باختر
د بلخ ولایت امنیې قوماندانۍ لخوا په تېره يوه اوونۍ کې د جنايي جرمونو په تور ۲۰ تنه نيول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ وياند محمد آصف وزيري وايي چې د دغه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې په مرکز او ولسوالیو کې ۲۰ تنه چې دوه تنه یې ښځینه دي د غلا، وژنو، بډې اخیستلو او اخلاقي فساد په تور نیولي دي.
د وزیري په وينا د دغو کسانو دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته