خبرونهاقتصادفرهنګ

بلخ ته ۱۰ بهرنیو سیلانیانو سفر کړی

کابل، د وري ۱۶مه، باختر

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو دغه ولایت ته د ۱۰ بهرنیو سیلانیانو د ورتګ خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندی آمر عبدالواحد احدي باختر آژانس ته وویل چې بريتانيا، چین، ترکیې او ناروې هېوادونو ۱۰ سیلانیانو سفر کړی او د دغه ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.

احدي زیاته کړه، چې په روان کال کې د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو څخه د لیدنې په موخه د ۱۰ هېوادونو ۲۷ سیلانیانو سفر کړی دی.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو څخه ۸۳۳ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته